زمونږ په اړه

شمال بیان رسنیز مرکز د افغانستان په شمال بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو ستر رسنیز مرکز دی چې د رسنیزو تولیداتو به څانګه کې د افغانستان حکومت، مدنې ټولنې په ځانګړي ډول امنیتې ځواکونو ته وړیا خدمتونو وړاندې کوي.

ویډیو، راډیو، خبري ویپ پاڼه، چاپ او تحلیل او ارزونه د دغه مرکز په چوکاټ کې هغه مهمې څانګې دي چې د هېواد د ۹ شمالي ولایاتو له اوسېدونکو سره د پېښو په اړه تازه معلومات شریکوي.
د افغانستان په شمال کې ۹۵ سلنه خلک د دغه په زړه بورې فریکونسي ( شمال بیان راډیو) اورېدونکي او مینه وال دي.

د دغه مرکز د چاپ څانګه خپل اغیزمن رسنیز تولیدات د شمال په ۹ ولایاتو کې خپروي، د شمال او شمال ختیځې حوزې په کچه په تلویزیوني شبکو کې د شمال بیان رسنیز مرکز د ویډیو څانګې انځوریز تولیدات تر ټولو زیات لیدونکي لري چې د لیدونکو کچه یې ۹۵ سلنې ته رسیږي.

د اطلاعاتو د ارزونې په برخه کې د تحلیل او ارزونې تر ټولو باوري څانګه او د شمال بیان خبري ویپ پاڼه چې خلکو ته د خبري پېښو په هکله تازه او کره معلومات خپروي هم هغه څانګې دي چې د شمال بیان رسنیز مرکز په چوکاټ کې فعالیت لري.

مونږ سره یو ځای شئ