بدخشان کې د دولت ضد ۴۰ تنه مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول 

بدخشان کې د دولت ضد ۴۰ تنه مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول 

د بدخشان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د سولې له بهیر سره د دولت ضد یوې ۴۰ کسیزې ډلې له یوځای کېدو څخه خبر ورکوي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول ثناالله روحاني نن شمال بیان ته وویل چې دا کسان د ارګو ولسوالۍ نوآباد کلي ( دوغلط) سیمه کې د دولت پر وړاندې جګړه ییز فعالیتونه درلودل چې د سیمه ییزو قومي مشرانو په منځګریتوب سره چې ۲۶ تنه یې په ډول ډول وسلو سمبال وو، د دولت پر وړاندې یې د مخالفت څخه لاس واخیست.

روحاني زیاته کړه چې دې کسانو ۲۶ مېله ډول ډول وسله چې په کې ماشیندار، پیکا، کلاشینکوف، راکټ او کرابین شامل وو له ځان سره راوړي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې سپارلې دي.

د بدخشان سیمه چارواکي وایي چې دا کسان په داسې حال کې د سولې له بهیر سره یوځای کیږي چې په دې وروستیو کې ګډو افغان امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې چاڼیز عملیاتونه په لاره اچولي وو.

 

 

خبریال : محمدشریف شایق

 

خواندن 14 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ