ملي اردو په بدخشان کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه 

ملي اردو په بدخشان کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه 

ملي اردو د بدخشان ولایت مرکز په قورق دشت سیمه کې پر ۷۰ اړمنو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو مرستیال جګړن نصرت الله جمشیدي شمال بیان ته وویل، چې په دې توکو کې ۷۰ قوطیه ۱۰ کیلویي غوړي، ۷۰۰ کیلو وریږې، ۷۰۰ کیلو بوره او ۲۰ کیلو ګرام وچ چای شامل وو چې د پامیر۲۰ مې فرقې د بیړنیو حالانو آمریت له لوري پر هغو کورنیو باندې وویشل شول چې د وروستیو طبیعي پېښو او جګړو کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي وو.

د شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو مسوولینو په وینا، ملي اردو د امنیت د ټینګښت ترڅنګ هڅه کوي څو په ځانګړو حالاتو کې هم له ځمکې او هوا څخه اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

 

 

خبریال: حامد نوابزاده

خواندن 14 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ