بدخشان ته د پامیر ۲۰ فرقې قوماندان سفر 

بدخشان ته د پامیر ۲۰ فرقې قوماندان سفر 

بدخشان کې مېښت د ملي اردو د دوېمې لوا د مطبوعاتي چارو مسوول دې ولایت ته د پامیر ۲۰ مې فرقې قوماندان سفر څخه خبر ورکوي.

تورن عبدالمناف نظري نن شمال بیان ته وویل چې د پامیر ۲۰ مې فرقې قوماندان تورن جنرال نورالله قادري، بدخشان ولایت سفر کړی دی او سربېره پر دې چې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې لیدلي دي د دغه ولایت جرم او بهارک ولسوالۍ ته هم تللی او هلته یې د جګړې د لومړۍ کرښې له منسوبینو سره لیدلي دي.

سرچینه وایي چې د پامیر ۲۰مې فرقې قوماندان له نوموړو سیمو څخه د لیدنې پرمهال، د ملي اردو د منسوبینو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه کړې ده چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به عملي کړنې ترسره کړي.

د ملي اردو د دوېمې لوا د مطبوعاتي چارو مسوول همداشان وویل ښاغلي قادري د دوېمې لوا یو شمېر منسوبین، بریدملان، او  سرتیري هم وستایل.

سرچینې زیاته کړه ده چې د پامیر۲۰ مې فرقې قوماندان همداشان د بدخشان له والي سره هم د دغه ولایت د امنیت په اړه خبرې کړي دي.

 

 

خبریال : محمدشریف شایق

خواندن 56 دفعه آخرین ویرایش در پنج شنبه, 21 مرغومی 1396 ساعت 13:09
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ