ښځینه خبریالانو او د ښځو بنسټ غړې وایي چې په دې کړنې سره غوښتي چې امنیتي ځواکونو ته دا څرګنده کړي چې خلک له هغوی څخه ملاتړ کوي او کړنې یې د خلکو د پام وړ دی او له هڅو څخه یې ستاینه کیږي.
د بدخشان د ښځو بنسټ غړې لینا شیرزاد وویل، د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو د ستاینې وړ دي زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو ته د خلکو لخوا د ګلونو ورکړه هغوی ته دې ته هڅوي چې ډېرې هڅې وکړي.
په همدې حال کې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول ثناالله روحاني، د نوموړو زړورو ښځو دا کړنه د افغان امنیتي ځواکونو د هڅونې لپاره اغیزناک یادوي او وایي چې دا کړنه د دې څرګندویي کوي چې خلک له خپلو امنیتي ځواکونو څخه خوښ دي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.
خبریال : محمدشریف شایق