د بدخشان امنیې قوماندان: له امنیتي ګواښونو څخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو بهر کولو لپاره کار کو 

د بدخشان امنیې قوماندان: له امنیتي ګواښونو څخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو بهر کولو لپاره کار کو 

د بدخشان سیمه ییز چارواکي هغه سیمې چې د لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي د رای ورکوونکو د نوم لیکني د مرکزونو په بهر کولو باندې ټینګار کوي.

د بدخشان امنیې قوماندان پاسوال عبدالخالق آقسای تېره ورځ شمال بیان ته وویل چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پيل سره سم چاڼیز عملیاتونه هم په لاره اچول شوي، هڅه کوي څو په هغو سیمو کې چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه له لوړو او متوسطو ګواښونو سره مخ دي، د امنیتي ګواښونو څخه بهر کړي چې په هغې سیمو کې ټاکنې ترسره شي.

ښاغلی آقسای وایي چې د بدخشان ولسوالیو ته امنیتي ځواکونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو امنیت، ټاکنیزو توکو د لیږد لپاره بشپړ چمتوالی لري او په پوره همغږۍ سره په دې برخه کې کار کوي.

په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا رئیس ډاکټر احمد بشیر صمیم هم له امنیتي ځواکونو څخه هيله لري چې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ګواښونو څخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د بهر کولو په برخه کې کار وکړي څو دا ملي بهیر له امنیتي ننګونو سره مخ نشي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پيل شو.

 

خبریال: محمدشریف شایق

 

 

خواندن 27 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ