د بدخشان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نور خاوري تېره ورځ شمال بیان ته وویل چې دا مرکزونه د خلکو د روغتیایي اړتیاوو پر بنسټ او د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په هڅې، د عامې روغتیا وزارت په منظورۍ سره په پام کې ده چې دا روغتیایي مرکزونه د بدخشان ولایت په ګڼ شمېر ولسوالیو کې جوړ شي.
ښاغلي خاوري وویل چې د عامې روغتیا وزارت همداشان امر ورکړی چې د دې روغتیایي مرکزونو لپاره باید روغتیایي کارکوونکي هم وګومارل شي.
د بدخشان د عامې روغتیا ادارې مسوولین وایي چې د روغتیایي مرکزونو د ډېریدو ترڅنګ هڅه کوي څو یو شمېر روغتیایي مرکزونه د ولسوالیو د روغتونو کچې ته لوړ کړي څو له دې لارې وکولی شي خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کچه غښتلې کړي.
خبریال: محمدشریف شایق