د خلکو استازو تېره ورځ، په نوموړې ناسته کې له امنیتي بنسټونو څخه وغوښتل، چې له دفاعي حالت څخه بهر شي او د برید حالت ځان ته غوره کړي او خلک له دې ځواکونو سره همکاري کوي څو د بدخشان په نا امنو سیمو کې امنیت یوار بیا ټینګ شي.
د بدخشان ولایت د ولایتي شورا رئیس ډاکټر احمد بشیر صمیم وویل چې هڅه کوي څو د دغه ناستې له لوري فرصتونه او وړتیاوې و څيړل شي چې دولت څه چاره پرمخ وړلی شي او د خلکو په توان کې څه دي څو په بدخشان کې اوسنی وضعیت کابو کړي.
د یمګان ولسوالۍ استازي مولوي عبدالبشیر په دې ناسته کې وویل چې سلګونه کورنۍ د بدخشان ولایت له نا امنو سیمو څخه بېځایه شوې او د ژوند په ناوړه حالت کې دي.
هغه له دولتي بنسټونو څخه وغوښتل څو د نوموړو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره باید عملي ګاومونه اوچت کړي.
د وردوج ولسوالیو اوسېدونکی مولوي احمد الله وویل چې په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه راپدېخوا تراوسه ۹ ښځې او ۱۷ نارینه وژل شوي او دولت باید دې حالت ته د پای ټکی کېږدي.
د بدخشان امنیې قوماندان پاسوال عبدالخالق آقسای په دې ګډه ناسته کې وویل چې خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي څو د یو بل په همغږۍ سره د بدخشان د امنیت د ټینګښت په اړه سره کار وکړي.
خبریال: محمدشریف شایق