په بدخشان کې د تاجکستان هېواد مسلکي ډاکټرانو ته اړتیا کمه شوې ده 

په بدخشان کې د تاجکستان هېواد مسلکي ډاکټرانو ته اړتیا کمه شوې ده 

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس وایي چې په تېرو کلونو کې د دې ولایت په ډېریو روغتیایي مرکزونو کې روغتیايي چوپړتیاوې د تاجکستان هېواد د مسلکي کسانو له لوري خلکو ته وړاندې کېدې، خو اوس مهال دا کسانو له ټاکل کېدو کچه لږ شوې او پر ځای یې د بدخشان له لوړو زده کړو څخه فارغ شویو او مسلکي کسانو ګومارل شوي دي.

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نور خاوري تېره ورځ شمال بیان ته وویل چې په تېرو کلونو کې یې د اړتیا پر مهال دا کسان ګومارل چې په بدخشان ولایت کې د روغتیا په برخه کې کاري ځواک شتون نه درلود یا هم لږ وو، خو اوس مهال هغه کسان چې د تاجکستان هېواد څخه په بدخشان ولایت کې روغتیایي چارې پرمخ وړي شمېر یې لسو کسانو ته هم رسيږي.

هغه وویل چې اوس مهال یوازې د دې ولایت په مرزي ولسوالیو کې تاجکستاني ډاکټران ګومارل شوي چې شمېر یې لسو تنو ته هم نه رسيږي. 

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس وایي چې تراوسه هم د بدخشان په لرو پرتو سیمو کې روغتیایي چوپړتیاوې د هغه مسلکي کسانو له لوري وړاندې کېږي چې له تاجکستان هېواد څخه راغلي لږ امتیاز سره خلکو ته غوره روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د بدخشان د عامې روغتیا رئیس وایي چې په پام کې لري په راتلوونکو کلونو کې د ډېرو ځوانانو په روزنې سره په بدخشان ولایت کې د بهرنیو کارکوونکو د ګومارنې مخه ونیول شي.

 

خبریال: محمدشریف شایق

 

 

خواندن 31 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ