تیشکان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه چڼ شوه 

تیشکان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه چڼ شوه 

په بدخشان کې مېښت د ملي اردو د دوېمې لوا قوماندان وایي چې د دې ولایت تيشکان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه چڼ شوې ده او د دې ولسوالۍ ټول کلي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راغلي وو، بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

په بدخشان کې د ملي اردو د دېمې لوا قوماندان ډګروال الطاف الله علیزي تېره ورځ شمال بیان ته وویل چې امنیتي ځواکونو په پوره همغږۍ سره، هغه سیمې چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې نیولې وې، بېرته یې د وسله والو طالبانو له شتون څخه کړې دي، او وسله وال طالبان یې له دې ولسوالۍ څخه شړلي دي.

د ملي اردو د دوېمې لوا قوماندان وایي، هغه وسله وال طالبان چې له تیشکان ولسوالۍ څخه شړل شوي د دې ولایت تګاب او درایم ولسوالیو ته تللي دي او په دې ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي او ګډ امنیتي ځواکونو هڅه کوي څو په دې ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو له نورو خوځښتونو څخه مخنیوي وکړي.

په بدخشان کې د ملي اردو د دوېمې لوا قوماندان همداشان وایي چې په کوهستان ولسوالۍ کې یې هم چاڼیز عملیات ترلاس لاندې نیولي دي چې د امکانانو او تجهیزاتو له برابرولو وروسته په دې ولسوالۍ کې هم عملیات پیل شي.

تیشکان د بدخشان ولایت له تګاب، درایم، یمګان او د خاش او جرم ولسوالیو له یو شمېر سیمو سره ګډه پوله لري.

 

خبریال: محمدشریف شایق

 

 

خواندن 48 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ