بدخشان کې ۲۴ کیلو ګرامه مخدره توکي نیول شوي 

بدخشان کې ۲۴ کیلو ګرامه مخدره توکي نیول شوي 

د بدخشان ولایت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول د دې ولایت د کشم ـ فیض آباد لویې لارې په اوږدو کې د مخدره توکو د یوې محمولې له نیول کېدو څخه خبر ورکوي او وایي چې په تړاو یې ۲ تنه له یو « کاماز» ډوله موټر سره نیول شوي دي.

د بدخشان د امنې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول ثناالله روحاني وویل، چې دا ۲۴ کیلو چرس په داسې حال کې د پولیسو لاس ته ولوېدل چې د یو « کاماز» ډوله موټر پرمټ تخار ولایت ليږل کېدل چې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په مادآبه سیمه کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري ونیول شول.

د بدخشان د پولیسو د مطبوعاتي چارو مسوول وویل چې د دې پېښې په تړاو ۲ تنه نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، کوم « کاماز» موټر چې دا مخدره توکي موخې ته رسول هغه هم د پولیسو له لوري کشف او ضبط شوی دی.

 

خبریال: محمدشریف شایق 

 

خواندن 16 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ