د بدخشان امنیې قوماندان: کوهستان ولسوالۍ مو چڼ کړه 

د بدخشان امنیې قوماندان: کوهستان ولسوالۍ مو چڼ کړه 

د بدخشان امنیې قوماندان وایي چې یو لړ پراخو عملیات په ترسره کولو سره د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ ټولې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه چڼ شوي او امنیتي چارواکي وایي چې هڅه لري څو په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو نوې برخه هم په لاره واچوي.

مل پاسوال محمد صابر آرین شمال بیان ته وایي چې د دې عملیاتو په پایله کې د دې ولسوالۍ ډېری سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه بهر شوې دي او وسله والو طالبانو ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده چې د وژل شویو په منځ کې بهرني جنګیالي هم شتون لري.

د بدخشان امنیې قوماندان همداشان زیاتوي چې دا عملیات به تر هغې مهاله په دې سیمو کې دوام ولري څو امنیتي ځواکونه په خپلو سیمو کې ځای پرځای او خپلې مورچلې ټینګې کړي.

نوموړي همداشان زیاته چې د کوهستان ولسوالۍ له چڼ کېدو وروسته یې دا ډاډ ترلاسه کړی دی چې دا سیمې بېرته نا امنه کیږي نه، له دې امله چې د دې سیمو ډېری خلکو چې سیمې یې د وسله والو طالبانو له شتون څخه چڼ شوې دي چمتو شوي دي څو د خپلو سیمو د امنیت د ساتلو په برخه کې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

 

خبریال: محمد شریف شایق 

 

خواندن 32 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ