بدخشان کې د مهماتو یوه زیرمه کشف او ترلاسه شوې 

بدخشان کې د مهماتو یوه زیرمه کشف او ترلاسه شوې 

د بدخشان امنیتي چارواکي د مهماتو له د یوې زیرمې له کشف او ترلاسه کولو څخه خبر ورکوي وایي چې سلګونه فیره بېلابېلې مرمۍ چې وسله والو طالبانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پرضد یې د جګړې په ډګرونو کې ورڅخه ګټه پورته کړي، د پولیسو له لوري کشف ترلاسه شوې دي.

د بدخشان امنیې قوماندان مل پاسوال محمد صابر آرین، د ترلاسه شویو مهماتو په هکله شمال بیان ته وویل، دا مهمات چې په کې ۵ فیره بی ام یک، ۸ صندوقه د زیکویک مرمۍ، ۳ زره د پيکا مرمۍ، ۱۴ فیره ماین راکټ انداز، ۵ قبضې لاسي بمونه، یو مېل کرابین، سل فیره د دهشکې مرمۍ او درې کړۍ د پرسونل ضد ماینونه دي چې په دې ولایت کې کشف او ترلاسه شوي دي.

ښاغلي آرین همدشان زیاته کړه چې ټول ترلاسه شوي مهمات، روسي دي چې د جګړو له کلونو څخه راپدېخوا پاتې دي او د دولت ضد وسله والو مخالفینو غوښتل چې له دې مهماتو څخه د امنیتي ځواکونو پر ضد ګټه پورته کړي.

سرچینې زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو ترلاسه شوي مهمات که دې وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلي وی کولی شول  امنیتي ځواکونو ته ستونزه جوړه کړي.

 

خبریال: محمد شریف شایق 

 

 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ