بدخشان کې د اختر د لمانځنې په موخه امنیتي تابیاوې نیول شوې 

بدخشان کې د اختر د لمانځنې په موخه امنیتي تابیاوې نیول شوې 

د کوچنې اختر د رارسېدو په موخه، د بدخشان پولیسو د لومړنیو امنیتي تابیاو څخه خبر ورکوي او وایي چې خلک د عید شپې او ورځې په یوه ډاډمنه فضا کې ترسره کړي.

د بدخشان امنیې قوماندان مل پاسوال محمد صابر آرین وایي، د کوچنې اختر د لمانځې او د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر ترلاس لاندې نیولي دي او همداشان د دې امنیتي پروګرام له لارې په پام کې ده چې په هغه ټولو جوماتونو او میله ځایونو کې چې خلک عید لمانځې تر شدیدو امنیتي تابیاو لاندې دي څو خلک په دې سیمو کې له امنتي ستونزو سره مخ نه شي.

د بدخشان امنیې قوماندان وایي چې د لویو لارو او عمومي سړکونو امنیت یې هم د امنیتي چارو په لومړیتوبونو کې ځای لري څو خلک د لویو لارو په اوږدو کې په یوه ډاډمنه فضا کې تګ او راتګ وکړي.

د بدخشان امنیې قوماندان له خلکو څخه غواړي چې د امنیت د ټینګښت په موخه باید خلک له امنیتې ځواکونو سره همکاري وکړي څو دا ځواکونه وکولی شي، امنیت په سمه توګه ټینګ کړي څرنګه چې خلک ورڅخه تمه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې هم د کوچنې اختر د لمانځنې په موخه کلک امنیتي تدابیر پيل شوي دي.

 

خبریال: محمد شریف شایق 

 

خواندن 8 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ