په بدخشان کې د کرنیزو فعالیتونو په بهیر کې د ښځو ګډون پراخ شوی 

په بدخشان کې د کرنیزو فعالیتونو په بهیر کې د ښځو ګډون پراخ شوی 

د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خپرونو مسوول وایي چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت په کرنیزو خپرونو کې د ښځو ګډون د دې لامل شوی دي چې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصاد په لوړولو کې ګټورې پایلې ولري.

د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خپرونو مسوول انجنیر نصیر احمد احمدي وایي چې د غیر دولتي موسسو په همکارۍ او مرستې سره توانیدلي، چې په دې ولایت کې یو شمېر خپرونې پلي کړي چې ډېرې ښځې په دې خپرونو کې ګډون وکړي او همداشان د هغوی څیړنې دا په ډاګه کوي چې په بدخشان ولایت کې د ځينو نارینو په پرتله په کورنیو کې د ښځو دخل ډېر دی.

ښاغلي احمدي وایي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په کرنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ګډون په موخه ډېرې خپرونې ترلاس لاندې لري او یوه ځانګړې اداره د دې ولایت د کرنې ریاست په څوکاټ کې د کورنیو د اقتصاد ترنامه لاندې فعالیت کوي او دغه اداره هڅه کوي څو ډېرې ښځې کرنیزو فعالیتونو ته را جلب کړي او هغوی د خپلو توکو له لارې وکولی شي خپلو کورنیو ته د یوه ښه اقتصاد خاوندې شي.

د بدخشان د کرنې ریاست د کرنیزو خپرونو مسوول وایي چې په را روان کال کې هغوی یو شمېر نورې خپرونې هم لري چې ډېرې ښځې به په کرنیزو فعالیتونو کې شاملې کړي.

 

خبریال : محمدشریف شایق 

 

خواندن 49 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ