بدخشان کې مخدره توکي نیول شوي 

بدخشان کې مخدره توکي نیول شوي 

د بدخشان پولیس وایي چې د دې ولایت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشم – فیض آباد لویې لارې په اوږدو کې د پل بیګم امنیتي پوسته کې د مخدره توکو محموله کشف او ترلاسه کړي دي.

په دې محموله کې چې یو سلو پنځوس کیلوګرامه چرس او دوه کیلو ګرامه هېروئین شتون لري په یو مازدا ډوله موټر کې ځای پرځای شوی وو او په پام کې وه چې تخار ولایت ته ولیږدول شي.

د بدخشان د پولیسو د مطبوعاتي چارو مسوول ثناالله روحاني وویل چې نوموړي مخدره توکي د ګازو په ډبو کې ځای پرځای شوي وو چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو لاس ته ورغلل.

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې د نیول شویو مخدره توکو دلیږدولو د پېښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.

 

خبریال: محمدشریف شایق 

 

خواندن 10 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ