د بدخشان پولیسو شپږسوه کیلوګرامه نوشادر ترلاسه کړي

د بدخشان پولیسو شپږسوه کیلوګرامه نوشادر ترلاسه کړي

د بدخشان پولیسو په دو جلا عملیاتونو کې شپږ سوه کیلو ګرامه نوشادر، درې سوه ګرامه شیشه او دوه سوه ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

د بدخشان امنیې قوماندان ډګروال سید عباس سادات، وویل چې دا عملیاتونه په کشم او د بدخشان مرکز کې ترسره شوي دي چې په پایله کې یې پنځه سوه ګرامه چرس ډوله مخدره توکي د فیض آباد کهنه ښار او شپږ سوه کیلو ګرامه نوشادر د کشم ولسوالۍ څخه ترلاسه شوي دي.
سرچینې وویل، چې د دې توکو د لیږد او ساتلو په تړاو څلور تنه تورن کسان هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
امنیې قوماندان زیاته کړه، چې له نوشادرو څخه د هېروینو په جوړولو کې ګټه پورته کېږي او دې کسانو نوموړي نوشادر له تخار ولایت څخه بدخشان ولایت ته لیږدول چې په کشم ولسوالۍ کې د پولیسو لاس ته ورغلل.
د بدخشان امنیې قوماندان ټینګار وکړ چې د مخدره توکو د کشف او ترلاسه کولو لړۍ ته به د بدخشان ولایت په مرکز کې دوام ورکړي څو په دې ولایت کې د مخدره توکو د خرڅلاو لمن ور ټوله کړي.


خبریال: محمد شریف شایق

خواندن 55 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)
محتوای بیشتر در این بخش: « بدخشان کې مخدره توکي نیول شوي 

مونږ سره یو ځای شئ