په بدخشان کې پنځه تنه وسله وال طالبان نیول شوي 

په بدخشان کې پنځه تنه وسله وال طالبان نیول شوي 

د بدخشان امنیتي مسوولین د وسله والو طالبانو ډلې د پنځو تنو غړو له نیول کېدو او یوې پایې دهشکې له ترلاسه کولو څخه خبر ورکوي.

دا کسان د بدخشان ولایت مرکز، کشم او ارګو ولسوالیو کې د ملي امنیت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وویل چې دا کسان هغه مهال د ملي امنیت منسوبینو له لوري ونیول شول، چې د دې ولایت په لویو سیمو کې یې د ویجاړونکو کړنو هوډ درلود.

د بدخشان د ملي امنیت سرچینه وایي چې د دې ډلې یو تن د وسله والو طالبانو د سرې قطعې غړی وو، چې په ګڼو سیمو کې یې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړې ترسره کړي دي.

دا کسان چې د وسله والو طالبانو له ډلې سره د همکارۍ په تور د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي دي، وایي چې هغوی طالبانو دې ته اړ کړي وو، چې د دولت په وړاندې وسله پورته کړي.

د بدخشان د ملي امنیت منسوبینو همداشان یو مېل دهشکه هم ترلاسه کړې ده، چې د ځای په اړه یې څه ندي وېل شوي، خو امنیتي سرچینې وایي چې دا وسله د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه ترلاسه شوې ده.

 

خبریال: محمدشریف شایق 

 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ