امان: د بلخ برید د ملي اردو پر سرتیرو هیڅ راز منفي اغیز ندی کړی

امان: د بلخ برید د ملي اردو پر سرتیرو هیڅ راز منفي اغیز ندی کړی

د هېواد د ملي دفاع وزارت مرستال چې بدخشان ولایت ته یې سفر کړی، وايي چې پر ۲۰۹ شاهین قول ترهګریز برید  د امنیتي ځواکونو پر روحیې او مورال هیڅ راز منفي اغیر نه شي کولی او دغه سرتیري د تېر په څیر د وسله والو پر وړاندې خپلو کلکو مبارزو ته همداشان دوام ورکوي.

ډګروال افضل امان چې په بدخشان ولایت کې دی، تېره ورځ یې وویل چې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر سرتیرو ترهګریز برید د ګاوندیو هېوادونو د استخباراتي کړيو لخوا چې  له تېرو کلونو څخه راپدېخوا د افغانستان د دښمن په ټوګه فعالیت کوي ترسره شوی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال همداشان زیاته کړه چې د بلخ ولایت پر قول اردو په ترهګریز برید کې د بدخشان ولایت ۳۰ تنه هغه اوسیدونکي هم شهیدان شوي  چې په دغه قول اردو کې یې د سرتیري، بریدمل او افسر په توکه فعالیت کاوه چې ټول د ملي دفاع وزارت د الوتکو له لوري د هغوی سیمو ته انتقال شوي دي.

 

خبریال: محمدشریف شایق

خواندن 127 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ