ارګو ولسوال: د خلکو په ملاتړ مو د ارګو ولسوالۍ د ۲۱۴ کلیو امنیت ټینګ کړی دی

ارګو ولسوال: د خلکو په ملاتړ مو د ارګو ولسوالۍ د ۲۱۴ کلیو امنیت ټینګ کړی دی

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوال وایي چې د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو په مرسته  توانیدلي چې د بدخشان ولایت د لویې ولسوالۍ، ارګو امنیت ټینګ کړي.

نصرت الله مصدق تېره ورځ شمال بیان ته وویل چې د دغې پراخې سیمې امنیت یې  د خلکو او سیمه ییزو پولیسو په مرسته ټینګ ګړی دی او د دغه ولسوالۍ په ډېریو برخو کې امنیتي ستونزې شتون نه لري.

ارګو بدخشان ولایت مرکز ته نیږدي ولسوالۍ ده، دغه ولسوالۍ ۲۱۴ کلي لري او ۲۲۰ زره  کسان په کې ژوند کوي.

 

 

خبریال: محمدشریف شایق

خواندن 83 دفعه آخرین ویرایش در دوشنبه, 19 چنګاښ 1396 ساعت 12:53
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ