د بغلان امنیې قوماندان د پولیسو په لیکو کې پر اصلاحاتو باندې ټینګار وکړ 

د بغلان امنیې قوماندان د پولیسو په لیکو کې پر اصلاحاتو باندې ټینګار وکړ 

د بغلان ولایت امنیې قوماندان وایي چې د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو په موخه، د ملي پولیسو په ګڼو برخو کې د بدلون راوستل یې د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري او دا خپرونه په ټولو ولسوالیو کې پلي کوي.

مل پاسوال اکرام الدین سریع شمال بیان ته وویل چې هغه د کورنیو چارو وزارت د امر پر بنسټ، د پولیسو په څوکاټ کې اړین بدلونونه پیل کړي څو د هغې په وینا له یوې خوا د پولیسو منسوبان له چاپیریال سره بلد شي او له بلې خوا د پولیسو په لیکو کې اړین اصلاحات رامنځته شي.

ښاغلي سریع دا خپرونه د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم ګټوره یاده کړه او زیاته یې کړه چې تراوسه یې دغه خپرونه د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پلي کړې ده چې ښيې پایلي هم له ځان سره لرلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په څوکاټ کې د اصلاحاتو راوستو په موخه او د ملي پولیسو لیکو ته د تازه دمو سرتیرو نیولو په موخه، د هېواد په کچه د ملي پولیسو یو شمېر بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي.

خواندن 58 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ