بغلان کې ۲ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

بغلان کې ۲ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د بغلان ولایت په اړوندو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ په یوه نښته کې ۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو مرستیال جګړن نصرت الله جمشیدي شمال بیان ته وویل چې دا نښته تېره ورځ د بغلان مرکز پلخمري ښار په چشمه شیر سیمه کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې یو طالب ووژل شو او یو بل تن یې ټپي شو.

دا په داسې حال کې ده د ښاغلي جمشیدي په وینا، د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا د ماین پاکۍ ټیم د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په شمال کمپ سیمه کې یو کړۍ ماین چې د دولت ضد وسله والو مخالفینو له لوري ځای پرځای شوی وو کشف او شنډ کړی دی.

 

 

خبریال : حامد نوابزاده

خواندن 56 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ