اجرائیه ریاست د بغلان ولایت د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه 

اجرائیه ریاست د بغلان ولایت د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه 

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست تېره ورځ له غرمې مخکې د بغلان ولایت د تېر کال د وروستیو ۲۰۴ سیلاب ځپلو کورنیو باندې نغدې پیسې وویشل شوې.

د اجرائیه ریاست سلاکار نجیب الله احرار شمال بیان ته وویل چې هغوی درې میلیون او شپږ سوه زره افغانۍ هغو کورنیو ته چې تېر کال په خنجان، بنو، نهرین، پلحصار او جلګه ولسوالیو او همداشان مرکز پلخمري ښار کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن او یا یې هم د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو ورباندې وویشل شوې.

ښاغلي احرار زیاته کړه چې له دغو مرستو څخه یې هرې کورنۍ ته پنځلس زره افغانۍ ویشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړ کې، په بغلان ولایت کې لسګونه نورو جګړه ځپلو کورنۍ هم د اجرائیه ریاست له نقدي مرستو څخه برخمنې شوې.

خواندن 83 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ