په روان کال کې به هم په بغلان کې طالبان وځپل شي

په روان کال کې به هم په بغلان کې طالبان وځپل شي

د بغلان ولایت امنیې قوماندان وايي چې په راتلونکي نوي هجري لمریز کال کې به هم  د دې ولایت  په  هغو سیموکې چې  د طالبانو ګواښ ترسترګو کیږي په ډیر قوت سره عمل وکړي او امنیت به ټینګ کړي.

مل پاسوال اکرام الدین سریع  خلکو ته ډاډ ورکوي چی د روان کال  په تېرو ۱۱ میاشتو کې  د امنیتي ځواکونو له‌خواه  په یو شمېر ولسوالیو کې د مخالفینو ځالې ځپل شوي اوهغو د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې خپله توانایي او مورال له لاس ورکړی دی. 

ښاغلی سریع زیاتوي چی افغان امنیتي ځواکونه هوډ لري څو په نوي کال کې د پراخو پوځي عملیاتونو په لاره اچولو سره مخالفین وځپي او خلکو ته د ژوند لپاره یوه ډاډمنه فضا رامنځه کړي.

دا په داسې حال کې ده چی په دې  ورستیو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو  د پلخمري  ډنډې شهاب‌الدین سمیه یې د مخالفینو له شتون څخه  پاکه کړې او هغو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ