بغلان کې (البرز۲۲) عملیات پای ته ورسېدل

بغلان کې (البرز۲۲) عملیات پای ته ورسېدل

د بغلان ولایت امنیې قوماندان د دې ولایت پلخمري ښار ډنډ شهاب‌‌الدین سیمه کې د (البرز۲۲) چاڼیزوعملیات د پای ته رسېدو خبر ورکوي وايي چې د دغو عملیاتو په پایله کې څه باندې ۶۰ تنو وسله والومخالفینو ته تلفات اوښتي دي.

مل پاسوال اکرام الدین سریع نن شمال بیان ته وویل چې دغه عملیات د طالبانو د ځپلو او د هغو د ځالو د لمنځه وړلو په خاطر د یوې میاشتې لپاره په دغه سیمه کې په لاره اچول شوي وه چې نن پای ته ورسېدل.

ښاغلي سریع زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په پایله کې د ډنډ شهاب الدین خلازایي او بالادوري کلي هم په بشپړه ټوګه د دولت ضد وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي او امنیتي ځواکونه دامهال په دغو سیمو کې د نويو امنیتي بیزنونو او پوستو پر جوړولو بخت دي څو پر یادو سیمو د طالبانو د بیاځلي بریدونو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بغلان پولیسو د ډنډ شهاب‌‌الدین خلازایي کلي له اړوندو سیمو څخه د مخالفینو د مهماتو د یوې زیرمې له کشفولو څخه خبر ورکړی وه.

خواندن 5 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ