بغلان کې ۶ تنه وژل شوي 

بغلان کې ۶ تنه وژل شوي 

بغلان کې یو کس د خپل ځان او ۵ نورو خپلوانو ژوند ته د پای ټکی کېښود.

د بغلان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول وایي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو تن اصلي اوسېدونکي، نن سهار ۵ تنه خپلوان وژلي دي.

ذبیح الله شجاع شمال بیان ته وویل چې دې کس نن سهار د خپل د خسرو په کور کې لومړی خپله میرمن، د اښي میرمنې (ورور)، خواښې او یوه بله مېلمنه د کلاشینکوف په ډزو سره وژلي او وروسته له دې کړنې څخه یې، خپل وژلی دی.

ښاغلی شجاع وایي چې تراوسه د دغه پېښې لامل روښانه نه دی، خو پولیسو سیمه کلابنده کړې ده او په دې برخه کې څیړنې روانې دي.

 

 

خواندن 41 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ