په پلخمري ښار کې د سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي 

په پلخمري ښار کې د سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي 

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د سېلابونو راوتلو له امله، دوه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي دي.

د بغلان ولایت د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس محمد نصیر کوهزاد وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلخمري ښار په آهن دره، خورد دره، کرکر او همداشان په یو شمېر نورو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله د دې ولایت وګړو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ښاغلي کوهزاد زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دوه تنه ټپیان شوي د استوګنې لسګونه کورنه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او سلګونه راس ژوي هم لمنځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې خلکو ته د زیانونو اوښتو په موخه لومړنۍ سروې پیل شوې او د دې سروې له بشپړېدو وروسته به زیانمنېدونکو ته مرستې ووېشل شي.

 

 

 

خواندن 35 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ