په بغلان کې د ۱۵ کیلو ګرام مخدره توکو دلیږد په تړاو ۲ تنه نیول شوي 

په بغلان کې د ۱۵ کیلو ګرام مخدره توکو دلیږد په تړاو ۲ تنه نیول شوي  مطلب ویژه

د بغلان پولیس په دې ولایت کې د ۱۵ کیلوګرام مخدره توکو د لیږد په تړاو د ۲ تنو له نيول کېدو څخه خبر ورکوي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مخدره توکي چرس دي چې یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ډېره ماهرانه توګه ځای پرځای شوي وو چې نن سهار له بغلان ولایت څخه کابل ته لیږدول کېدل چې په خنجان ولسوالۍ کې د د تلاشۍ پرمهال د دې ولایت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو لاس ته ورغلل.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو ۲ تنه هم نیول شوي دي.

 

خواندن 40 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ