د دند غوري یو شمېر سیمو د بېرته نیولو په موخه عملیات پیل شول

د دند غوري یو شمېر سیمو د بېرته نیولو په موخه عملیات پیل شول مطلب ویژه

د بغلان ولایت امنې قوماندان وایی چې افغان امنیتي ځواکونو د پلخمري ښار د دند غوري سیمې یوشمېر له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو په ملاتړ عملیات پیل کړي دي.

د بغلان امنې قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع، رسنیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو کمانډو او ملي پولیسو ځواکونه ګډون لري او د غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو په ملاتړ د دند غوري سیمه کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو په وړاندې پیل کړي او دوام لري.
ښاغلی سریع وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ضد وسله وال مخالفین بې له کومې جګړې د دند غوري سیمې یو شمېر کلي خوشي کړي او دهنه غوري ولسوالۍ ته تښتېدلي او امنیتي ځواکونه په بریالیتوب سره د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړی همداشان زیاتوي چې تراوسه په دې عملیاتو کې له ۱۲ څخه ډېرو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا عملیات به تر هغې نیټې روان وي چې په بشپړ ډول د وسله والو مخالفینو پټنځایونه په دې سیمو کې له لمنځه ولاړ شي.
دا عملیات په داسې حال کې پيل شوي چې په دې ورستیو کې وسله والو مخالفینو د پلخمري ـ سمنګان لویې لارې په اوږدو کې د امنیت د ګډوډولو او تیلو ټانکرو سوزولو باندې لاس پورې کولو.

 


خواندن 15 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ