بغلان کې ۴ تنه نیول شوي 

بغلان کې ۴ تنه نیول شوي 

د بغلان ولایت امنیې قوماندانۍ پولیس نن له غرمې مخکې دې دو جلا پېښو غلا او مخدره توکو د لیږد په تړاو څلور تنه نیولي دي.

د بغلان امنیې قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وایي چې پولیسو دوه تنه د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اړوندو کې د صرافۍ د یو دوکان د غلا او دوه تنه نور چې د مخدره توکو ۵۰ کپسولونه یې په خپلو خیټو کې ځای پرځای کړي او له بدخشان څخه یې کابل ولایت ته لیږدول چې د پلخمري په شرق پوسته کې پولیسو ونیول.

نوموړي همداشان زیاته کړه چې له دې کسانو څخه مخدره توکي او غلا شوې پیسې ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بغلان پولیسو د روان کال په لړ کې لسګونه تنه د د وسله والو غلاوو او مخدره توکو د لیږد په تړاو نیولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي.

 

خواندن 80 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ