بغلان کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو مسوول ونیول شو 

بغلان کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو مسوول ونیول شو 

د بغلان پولیسو د پلخمري ښار په حسن خېل سیمه کې، د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مشر له نیول کېدو څخه خبر ورکوي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول احمدجاوېد بشارت وایي چې تېره شپه د ډند شهاب الدین سیمه کې د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې د عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو مسوول نیولی دی.

د ښاغلي بشارت په وینا، د سرې قطعې د اکمالاتو له مسوول سره ۲ مېله کلاشینکوفونه، یو مېل تومانچه، ۲۵ راکټ انداز مرمۍ، ۱۳۰۰ سوه د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۷۰ د پیکا مرمۍ او ۶ نارنجک انداز مرمۍ نیول شوې دي.

د نوموړي په وینا، د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مسووله په نیول کېدو سره به د دې ولایت د امنیت په برخه کې اغیزناک بدلون رامنځته شي.

د دې ولایت د امنیتي چارواکو په وینا سږ کال په بغلان کې د عملیاتونو په لړ کې د وسله والو طالبانو څو نورې نامتو څېرې هم نیول شوې دي.

 

 

 

خواندن 110 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ