بغلان کې یو تن وسله وال غل نیول شوی 

بغلان کې یو تن وسله وال غل نیول شوی 

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند په دې ولایت کې د یو تن وسله وال غله له نیول کېدو څخه خبر ورکوي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت شمال بیان ته وویل چې دا کس تېره ورځ مازدیګر مهال د دوشي او خنجانو ولسوالیو پولیسو له لوري په داسې حال ونیول شو چې د دوشي- کابل لویې لارې په اوږدو کې یې وسله واله غلا کوله.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې د دې کس څخه یې یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.

نوموړی د دې کس نیول کېدل د دوشي – کابل لویې لارې د امنیت د ټینګښت په برخه کې اغیزمن یادوي او زیاتوي چې پولیس په دې هڅه کې دي چې د نوموړي کس نور ملګري چې په دې ولایت کې په وسله والو غلاو کې لاس لري هم ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د شپې له خوا وسله وال غله د دوشي – کابل لویې لارې امنیت ګډوډوي او د مسافرینو د توکو په غلا کولو لاس پورې کوي.

 

 

 

 

خواندن 37 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ