د پلخمري – سمنګان لویې لارې په اوږدو کې د وسله والو بریدونه د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي 

د پلخمري – سمنګان لویې لارې په اوږدو کې د وسله والو بریدونه د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي 

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دولت ضد وسله والو مخالفینو د پلخمري – سمنګان لویې لارې په امنیتي پوستو پراخ بریدونه ترسره کړل چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند، احمد جاوېد بشارت وایي د دولت ضد وسله والو مخالفینو نن له غرمې مخکې د پلخمري – سمنګان لویې لارې د چشمې شېر سیمې پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه ترسره کړل، چې له څو ګړۍ جګړې وروسته هغوی د امنیتي ځواکونو له له لوري په شا او لویه لار بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

ښاغلي بشارت زیاته کړه، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د بریدونو په لړ کې د تېلو یو موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن هم ژوبل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو د پلخمري – سمنګان لویې لارې په اوږدو کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي او وسله وال مخالفین هم په دې هڅه کې دي، څو له دې لویې لارې څخه د تیلو موټر غلا او همداشان د امنیتي ځواکونو امنیتي پوستې سقوط کړي.

 

 

 

 

 

خواندن 34 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ