بلخ کې د مخدره توکو د لیږد او پلور په تور ۱۰ تنه نیول شوي 

بلخ کې د مخدره توکو د لیږد او پلور په تور ۱۰ تنه نیول شوي 

د بلخ پولیسو د بېلا بېلو پېښو له امله، په دې ولایت کې ۱۰ تنه د مخدره توکو د لیږد او پلور په تور نیولي دي.

د بلخ امنیې قوماندان پاسوال سید کمال سادات نن د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د دغه مطلب د پخلي ترڅنګ وویل چې د دغه ۱۰ تنو له ډلې څخه یو تن یې چې غوښتل یې ۱۳ کیلو ګرام تریاک د بلخ ولایت یوې ولسوالۍ ته ولیږدوي د روان کال د مرغومې په ۱۹ نیټه د چمتال ولسوالۍ د تګاب کلي د پلټونکي امنیتي پوستې له لوري نیول شوی دی، خو ۹ تنه نور یې بیا چې د مخدره توکو پرچون پلورونکي دي د پولیسو د یو ۱۵ ورځني عملیاتو په لړ کې چې د مزارشریف په اړوندو سیمو کې ترسره شول د یو کیلو ګرام بېلابېل ډوله مخدره توکو او ۱۲۰ لیتره الکولي مشروباتو خوسا شویو ممیزو او عرادې موټرو سره نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د امنیې قوماندان په وینا څه موده مخکې، د بلخ امنیې قوماندانۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو یو تن د ۲۲۵ ګرام هېروئینو سره د دې ولایت په مولانا جلالدین محمد بلخي هوایي ډګر کې نیولی وو.

 

 

خبریال: مهناز موزون

خواندن 37 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ