احسان: د شمال بیان رسنیز مرکز څخه د افغان امنیتي ځواکونو تمه ډېره ده 

احسان: د شمال بیان رسنیز مرکز څخه د افغان امنیتي ځواکونو تمه ډېره ده 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې پلې لوا قوماندان برید جنرال عبدلغفار احسان له شمال بیان رسنیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال وویل چې په دې مرکز کې د شته وړتیاوو څخه د افغان امنیتي بنسټونو د وړتیاوو لوړلو په برخه کې ګټه پورته شي.

ښاغلی احسان په داسې حال کې چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې پلې لوا دوېم کنډک قوماندان ډګروال نظر محمد قرلق یې ملګرتیا کوله او د شمال بیان رسنیز مرکز د رئیس شیرشاه امیري له لوري ورته معلومات وړاندې کېدل، نن له غرمې مخکې یې د دغه مرکز چاپ، همغږۍ او اړیکو، ویډیو، انترنیتي پاڼو، راډیو او تحلیل او ارزونې برخو څخه لیدنه وکړه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې پلې لوا قوماندان د شمال بیان رسنیز مرکز له رئیس سره د یوې ناستې په ترڅ کې له دغه مرکز څخه د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او د مطبوعاتي فعالیتونو په چارو کې شمال بیان رسنیز مرکز یوه پانګونه یاده کړه او په تولنه کې د دغه بنسټ ونډه ارزښتناکه وبلله.

عبدالغفار احسان سربېره پر دې چې د اطلاع رسونې په برخه کې د شمال بیان رسنیز مرکز د کارکوونکو هڅې او لاسته راوړنې وستایلې، همداشان یې د دغه رسنیز مرکز د اطلاع  رسونې پر بې پریتوب باندې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې پلې لوا د دوېم کندک قوماندان ډګروال نظر محمد قرلق، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د زهرجنو تبلیغاتو د خپرولو په وړاندې د شمال بیان رسنیز مرکز فعالیت ارزښتناک وبلل.

له بلې خوا د شمال بیان رسنیز مرکز رئیس شیرشاه امیري، وویل چې اداره یې چمتو ده چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه په ګڼو برخو کې په ځانګړي ډول د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوېمې لوا له قوماندانۍ سره د رسنیزو تولیداتو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي امیري د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون د ۹ ولایتونو په کچه د افغان امنیتي بنسټونو سره د یوې ګډې خپرونې په اړه هم د افغانستان د ملي اردو دغه چارواکي ته معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو کولی شي د دغه مرکز له شته وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې مخکې له دې هم په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندانۍ مرستیال ډګر جنرال ریچارد کریپ ول هم د شمال بیان رسنیز مرکز څخه لیدنه کړې وه.

خواندن 17 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ