د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان سره ولیدل

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان سره ولیدل

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال ارکانحرب امان الله مبین د هېواد په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان برید جنرال یورګن شتال سره خپل کاري دفتر کې وکتل او د امنیتي ځواکونو د توانمدۍ، ښوونې او روزنې د اغیز او سلا ورکونې په برخو کې سره خبرې کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبر پاڼې په حواله، د دغه قول اردو قوماندان د ننۍ لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شتال ته د وسله والو مخالفینو په وړاندې د دغه قول اردو د جزوتامونو قطعاتو توانمدۍ څخه یادونه وکړه زیاته کړې یې ده چې د روان کال له پیل څخه تراوسه یې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه، ښاغلي شتال ته یې ډاډ ورکړی دی چې هیڅ کله به د دولت ضد وسله وال مخالفین خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

د دغه خبر پاڼې پر بنسټ، په دې لیدنه کې د هېواد په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان برید جنرال یورګن شتال د افغان امنیتي ځواکونو له جګړه ییزو فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او په شمال کې یې د دغه قوماندانۍ سره د غوڅ ملاتړ ماموریت پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

 

خبریال: حامد نوابزاده

خواندن 22 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ