په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د سوق ادارې له مرکز څخه یو شمېر چارواکو لیدنه وکړه 

په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د سوق ادارې له مرکز څخه یو شمېر چارواکو لیدنه وکړه 

د بلخ ولایت امنیې قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع، د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا قوماندان جنرال عبدالغفار احسان او د ۷۰۷ پامیر سیمه ییز زون قوماندانۍ مرستیال برید جنرال محمد باقر مسعود، تېره ورځ ماښام مهال په چهاربولک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ګډو امنیتي ځواکونو د سوق ادارې مرکز څخه لیدنه وکړه.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل چې نوموړو چارواکو له دې مرکز څخه د لیدنې په لړ کې، د بلخ ولایت په نا امنو سیمو کې دې پراخو عملیاتو په لاره اچولو په اړه همداشان خبرې وکړې.

دراني زیاته کړه چې ډېر ژر به د بلخ ولایت د چمتال، چهاربولک، دولت آباد او په شورتېپه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه هم د هوا او ځمکې له لارې لوی عملیات په لاره واچول شې.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، تېره شپه په چهاربولک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې، ۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

 

خبریاله: مهناز موزون 

 

خواندن 75 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ