بلخ ولایت ته د لوړ پورو پوځي چارواکو سفر

بلخ ولایت ته د لوړ پورو پوځي چارواکو سفر

 د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي، د کورنیو چارو وزارت ځانګړی امنیتي معین سترپاسوال مراد علی مراد او د هېواد د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال تېره ورځ بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه ناسته کې، د شمال زون ولایتونو امنیتي وضعیت و څیړلو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو سرپرست تورن جنرال نصیر احمد سلطاني شمال بیان ته وویل چې نوموړو چارواکو په دې ناسته کې سربېر پر دې چې د شمال زون د ولایتونو امنیتي وضعیت غوره یاد کړ ا د امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې ستاینه وکړه او همداشان یې د رای ورکوونکو د نوم لیکني د مرکزونو د امنیت پر ټینګښت ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د ټول هېواد په کچه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پيل شو او د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ډاډ ورکوي چې دا بهیر به یوه ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

 

خبریال: حامد نوابزاده

 

 

خواندن 32 دفعه آخرین ویرایش در سه شنبه, 28 وری 1397 ساعت 15:22
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ