په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې (ولید۵) عملیات پیل شول 

په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې (ولید۵) عملیات پیل شول 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې پلې لوا د مطبوعاتي چارو دفتر د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د (ولید۵) ترنامه لاندې د عملیاتو له پیل څخه خبر ورکړ.

لومړی بریدمن غلام محمد بلخي شمال بیان ته وویل، چې دا عملیات نن سهار د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پيل شوي دي.

هغه همداشان زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې ټول ګډ امنیتي او دفاعي ځواکونه شتون لري او همداشان وویل چې (ولید۵) عملیات چې د (نصرت۹۷) عملیاتو په څوکاټ کې پيل شوي دي تر هغې به په دې سیمو کې دوام ولري ترڅو نوموړې سیمې په بشپړ ډول د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوي نه وې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو دفتر مرستیال د خبرو پر بنسټ، نوموړې لوا د کال له پیل څخه تراوسه د (نصرت۹۷) عملیاتو تر څوکاټ لاندې د هېواد په شمال زون کې تراوسه ۶ پوځي عملیاتونه ترسره کړي دي.

 

خبریال: حامد نوابزاده

 

خواندن 6 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ