د بلخ یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو د ټاکنو په بهیر کې د نوم په ثبتولو سره کډون وکړ 

د بلخ یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو د ټاکنو په بهیر کې د نوم په ثبتولو سره کډون وکړ 

د بلخ ولایت یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو د پنجشنبې په ورځ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې کډون وکړ.

دې کسانو د راتلوونکو ټاکنو ترسره کېدو څخه خوښۍ وښوده وایي، چې معلولیت معدویت نه دی او په ټاکنو کې د هغوی مخنیوی نشي کولی.

هغوی وویل، د خپلو ستونزو د حل په موخه یې په دې بهیر کې ګډون کړی او د خپل د خوښې کس ته به رای ورکړي.

له بلې خوا د بلخ ولایت د ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو امر نجیب الله کوهستاني وایي، چې معلولیت د رای ورکولو مخه نشي نیولی او دا کسان د هېواد له نورو وګړو سره سم په ټاکنو کې ګډون وکړي او د یو ډاډمن افغانستان لپاره رای ورکړي.

داپه داسې حال کې ده چې د بلخ د ټاکنو کمېسیون مسوولینو د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په مرکزونو کې د معلولیت لرونکو کسان راتګ د قدر وړ یاد کړ وویل چي معلولیت لرونکي کسان باید د رای ورکوونکو د نوم لکینې په مرکزونو کې ګډون وکړي او د خپل نوم په ثبتولو سره خپل مسوولیت د یو ټولنیز اوسېدونکي په توګه پوره کړي.

 

خبریاله: مهناز موزون 

 

خواندن 12 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ