د هېواد شمال او شمال ختیځ زون کې ۲۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د هېواد شمال او شمال ختیځ زون کې ۲۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو سرپرست وایي چې د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

تورن نصیر احمد سلطاني شمال بیان ته وویل، چې وسله والو طالبانو دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلخ ولایت په چهاربولک، د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په برقوت کلي او د کندز ولاید خان آباد ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، د دې جګړو په لړ کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په زیک زیک کلي کې یو کړۍ ماین هم کشف او د کندز د خان آباد ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو یو عراده موټر لمنځه وړل شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو د سرپرست د خبرو پر بنسټ، همدا اوس د دې قول اردو تر مشرۍ لاندې سیمو کې د « نصرت۹۷» عملیاتو په څوکاټ کې ۷ نور چاڼیز عملیاتونه هم روان دي.

 

خبریال: حامد نوابزاده

 

خواندن 14 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ