د دولت ضد وسله والو مخالفنو څخه د بلخ د مدني فعالانو او ځوانانو غوښتنه 

د دولت ضد وسله والو مخالفنو څخه د بلخ د مدني فعالانو او ځوانانو غوښتنه 

د بلخ ولایت مدني فعالانو او یو شمېر ځوانان د دولت ضد وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې جګړې او تاوتریخوالي بنده کړي.

د بلخ ولایت مدني فعالانو او یو شمېر ځوانان د دې ولایت د ولایتي شورا په انګړ کې راټول او د دولت ضد وسله والو مخالفینو یې وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشت په درشل کې له جګړې او تاوتریخوالي څخه لاس واخي او خلک پریږي چې په یوه ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

یو تن دیني عالم محسن دانش په دې راټولېدنه کې وویل چې د روژې میاشت د رحمت او عبادت میاشت ده، تاوتریخوالی او وژنه د اسلام له نظره حرام شمېرل کېږي او که وسله وال مخالفین خپل ځان مسلمان ګڼي باید د جګړې پرځای عبادت وکړي او له جګړې او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

له بلې خوا د بلخ د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټې رئیس د دولت ضد وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې پر خلکو رحم وکړي او که خپل ځان افغان او مسلمان ګڼي له جګړې څخه لاس واخلي او د افغانیت لپاره یې د خبرواترو مېر ته راشي.

 

خبریاله: مهناز موزون 

 

خواندن 46 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ