په تېرو دو میاشتو کې څه باندې زرو تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په تېرو دو میاشتو کې څه باندې زرو تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د روان کال په دو لومړیو میاشتو کې د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د ۲۰ پوځي عملیاتونو په ترسره کولو سره د دولت ضد ۱۰۳۳ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال ارکانحرب امان الله مبین له شمال بیان سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې وسله والو مخالفینو د دغه قول اردو تر مشرۍ لاندې سیمو کې د ولایتونو او ولسوالیو پرځېدو او همداشان د لویو لارو د بندېدو په موخه ډېرې هڅې وکړې خو هغوی یوازې دا چې ونه توانېدل بلکه درنه مرګ ژوبله یې هم ومنله.

نوموړي زیاته کړه، په یاده موده کې د ترسره شویو عملیاتو په لړ کې د وسله والو مخالفینو د ۴۵ تنو نامتو ډلمشرانو په ګډون ۵۷۷ تنه وژل شوي، ۴۵۶ تنه یې ټپیان، ۲۹ تنه یې اسیر او ۱۳ تنه نور یې هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

ښاغلي مبین همداشان زیاته کړه، د ۲۰ ترسره شویو عملیاتونو په لړ کې د وسله والو مخالفینو ۲۰۰مېله بېلابېله وسله یا لمنځه وړل شوې او یا هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده، ۷۳ کړۍ ماینونه یې کشف او شنډ شوي، د وسله والو ۴۵ عرادې موټر لمنځه وړل شوي او همداشان یې ۶۱ پټنځایونه یې هم لمنځه وړل شوي دي.

د شاهین قول اردو قوماندان د خلکو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه وویل، چې د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې خلکو ته د سولې د راوستلو او د امنیت د ټينګښت په موخه د دې قول اردو هر یو سرتیری چمتو چې خپل ځان کوربان کړي.

 

خبریال: حامد نوابزاده 

 

 

خواندن 51 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ