بلخ کې د ۴ کیلو او ۴۳ ګرامه مخدره توکو د لیږد په تړاو ۵ تنه نیول شوي 

بلخ کې د ۴ کیلو او ۴۳ ګرامه مخدره توکو د لیږد په تړاو ۵ تنه نیول شوي 

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني وایي، چې د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیریت او د مولانا جلاالدین محمد بلخي هوایي ډګر قوماندانۍ امنیتي کارکوونکو په همکارۍ سره پنځه تنه چې د بلخ، جوزجان، سرپل او تخار ولایت اوسېدونکي دي د ۴ کیلو او ۴۳ ګرامه هېروئینو په تړاو چې په خپلو خیټو کې یې ځای پرځای کړي وو او هوډ یې درلود چې هندوستان هېواد ته یې ولیږدوي ونیول شول.

ښاغلي دراني زیاته کړه، د بلخ پولیسو په مزارشریف ښار کې د یو خصوصي بانک کارکونکي نصیب الله او د «WFP» دفتر د یوه بل کارکونکي شراف‎الدین د وژنې په تړاو چې د جوزا میاشتي به ۳۱ مه نيټه د مزارشریف ښار په زراعت کارته کې وژل شوي وو یو تن نیولی دی چې پر خپله کړنه یې هم اعتراف کړی دی.

د ده په وینا، د بلخ پولیسو یو بل تن هم نیولی دی چې د دهدادي ولسوالۍ په پشت باغ کلي کې یې یوه مور له خپلې لور سره د جوزا میاشتې په ۳۰ مه نیټه وژلي وو.

 

خبریاله: مهناز موزون 

 

 

خواندن 51 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ