د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې عملیات پیل شول 

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې عملیات پیل شول 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې پلې لوا د مطبوعاتي چارو دفتر د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو په وړاندې د عملیاتو له پيل څخه خبر ورکوي.

د شاهین قول اردو د دویمې پلې لوا ویاند جګړن محمد نادر بهروز شمال بیان ته وویل، چې دا ګډ عملیات د چمتال ولسوالۍ په ینګي قلعه او جرقلعه کلیو کې نن سهار وروسته له هغې پیل شول چې د دولت ضد وسله والو مخالفینو لاس په یوشمېر خوځښتونو پورې کړل او د دې ولسوالۍ د یوشمېر سیمو د نا امنۍ لامل شول.

ښاغلي بهروز زیاته کړه، د دې عملیاتو پردوام تر دې مهاله دوه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

نوموړي همداشان یاودنه وکړه چې دا عملیات په چټکۍ سره روان او ډېر ژر به د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د دولت ضد وسله والو مخالفینو له شتون څخه چڼ شي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې پلې لوا، د هېواد د څلورو شمالي ولایتونو بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پرغاړه لري.

 

خبریال: حامد نوابزاده 

 

خواندن 63 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ