بلخ ولایت کې د دولت ضد ۲۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

بلخ ولایت کې د دولت ضد ۲۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي ۲۴ تنو وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې او د بلخ – جوزجان لویې لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو له لوري د برمته شویو باروړونکو موټرو له خوشي کېدو څخه خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دويمې پلې لوا درستیزوال ډګروال اقاشیرین شمال بیان ته وویل، چې تېره شپه د دولت ضد وسله والو مخالفینو د بلخ – جوزجان لویې لارې په اوږدو کې څه باندې ۱۰ باروړونکي موټر چې په کې خوراکي او سوند توکو شتون درلود له ځای سره نامالوم لوري ته بېولي وو.

نوموړي وویل چې د برمته شویو باروړونکو موټرو د خوشي کېدو په موخه ګډو امنیتي ځواکونو د چهاربولک ولسوالۍ په مارګین تپه او نواباد کلیو کې عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې برمته شوي موټر د چهاربولک ولسوالۍ په موش خور کلي کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلل.

ښاغلي شیرین همداشان زیاته کړه برمته شوي موټر او موټر چلوونکي د وسله والو مخالفینو له ولکې څخه را خوشي او د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې مړي یې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

له بل لوري د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر پاسوال عبدالرازق قادري د لویې لارې د امنیت له ټینګښت څخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس مهال په دې لویه لار کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې امنیتي چارواکو د دې لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو او ملي پولیسو له شپږو لویو پوځي بېزونو څخه خبر ورکړی وو.

 

خبریال حامد نوابزاده 

 

خواندن 16 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ