د نصرت۹۷ عملیاتو په لړ کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې 

د نصرت۹۷ عملیاتو په لړ کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو امنیتي چارواکي د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د نصرت ۹۷ عملیاتو په لړ کې د دولت ضد ۵ زره وسله والو مخالفینو له مرګ ژوبلې څخه خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال ولی محمداحمدزي له شمال بیان رسنیزمرکز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې نصرت۹۷عملیات د دې قول اردو تر مشرۍ لاندې سیمو کې په بریالیتوب سره روان دي، چې تر دې دمه ۳۰۶۹ تنه وسله وال وژل شوي، ۲۳۹۹ تنه ټپیان، ۷۰ تنه اسیر او ۱۵۰ تنه نور هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو مرکزونه او پټنځایونه د هوایي ځواکونو له لوري لمنځه وړل شوي او زیات شمېر سیمې هم د دوی له شتون څخه چڼ شوې او څه باندې ۳۷۲ کړۍ ماینونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.

ښاغلي احمدزي د دې مطلب به څرګندولو سره چې نصرت۹۷ عملیات په خپل وروستي پړاو کې دي او همداشان یې زیاته کړه چې د راتلوونکي ۱۳۹۸ لمریز کال کې هم د خورشید په نامه د لویو عملیاتو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

د ملي اردو دغه جګپوړي چارواکي د دښمن په وړاندې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ څخه مننه کوي او وایي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې د خپل ځان په بیه له خپلو خلکو څخه ساتنه وکړي.

 

خبریال: حامد نوابزاده 

 

 

خواندن 111 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ