په بلخ ولایت کې۲۳ میله وسلې او مهمات د بې وسلې کولو پروګرام«دایاگ» ته وسپارل شوې 

په بلخ ولایت کې۲۳ میله وسلې او مهمات د بې وسلې کولو پروګرام«دایاگ» ته وسپارل شوې 

د بلخ امنیې قوماندان نن وویل چې ۲۳ ميله بېلابېله وسله او مهمات یې د دې ولایت د بې وسلې کولو پروګرام «دایاگ» ته تسلیم کړل او زیاته یې کړه چې د غیرمسووله وسله والو څخه له اسنادو پرته د وسلو راټولولو کمپاین هم پیل شوی دی.

د بلخ امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز، د وسلو او مهماتو د تسلیمۍ په مراسمو کې چې د غیر مسووله وسله والو او جرمې پېښو په پایله کې یې ترلاسه کړې وې رسنیو ته وویل، په دې وروستیو کې د بلخ پولیسو یو شمېر غیر مسووله وسله وال او موټر هم نیولي دي.

نوموړي د مزارشریف د ناامنۍ لویه برخه همدا غیر مسووله وسله وال یاد کړل، او زیاته یې کړه چې امنیني ځواکونه هېڅ یوه غیر مسوول وسله ته په دې ولایت کې د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.

له بل لوري د هېواد په شمال کې د بې وسلې کولو پروګرام «دایاگ» مسوول جنرال عبدلمنان عابد، د غیر مسووله وسله والو کسانو څخه د وسلو راټولول د امنیت د ټينګښت په برخه کې اغیزناک ګام یاد کړ.

تسلیم شویو وسلو او مهماتو کې ۱۴ میله کلاشینکوفونه، ۷ تومانچې، ۲ میله چره یي او پپشې، ۲۲ شاجورونه، ۶۸۰ دانې مرمۍ، ۴ پایې مخابرې او ۶ پرتلې دي چې په تړاو یې ۲۰ نیول شوي دي.

 

خبریال: حامد نوابزاده 

 

 

 

 

خواندن 94 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ