د بلخ نوی امنیه قوماندان معرفي شو 

د بلخ نوی امنیه قوماندان معرفي شو 

سمونوال اجمل فایر نن د کورنیو چارو وزارت له لوري د عبدلرقیب مبارز پرځای د بلخ ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون عمومي رئیس، نعمت الله حیدری وایي چې ښاغلي فایز د خپل ماموریت پرمهال په هېواد کې په رېښتنې ډول خدمت کړی او له هغه  څخه یې همداشان وغوښتل چې د دښمن پر وړاندې هېڅکله جوړجاړی ونه کړي.

له بل لوري د بلخ والي د ښاغلي فایز د ملاتړ ترڅنګ، له هغه څخه وغوښتل چې د زورواکو او جنایي جرمومنو ترسره کېدونکو کسانو د نېول کېدو په برخه کې هڅه وکړي، او همداشان یې زیاته کړه چې د هغه کسانو په وړاندې ودرېږي چې د بلخ ولایت د امنیت د ګډ‌وډولو لپاره هڅه کوي.

په همدې حال کې د بلخ نوی امنیه قوماندان، ښاغلی محمداجمل فایز وایي چې له غوره کاري برنامې سره دې ولایت ته راغلی دی.

ښاغلی محمداجمل فایز چې په پوځي زده کړو کې د انګلستان څخه لیسانس او د ترکیې هېواد څخه د ماسټرۍ سند لري مخکې له دې یې هم د کورنیو چارو وزارت په ګڼو برخو کې د قوماندان په توګه دنده پرمخ بېولې ده.

 

خبریاله: مهناز موزون 

 

خواندن 103 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ