آقچه کې د (نوید۵) عملیاتو پیل

آقچه کې د (نوید۵) عملیاتو پیل

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو سرپرست د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو له پیلیدو څخه خبر ورکوي.

تورن نصیر احمد سلطاني وایي چې دا عملیات د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه، تېره ورځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مرستیال په مشرۍ پیل شوي چې تراوسه یې په لړ کې د نوموړې ولسوالۍ په (جبار شهید) سیمه کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
سلطاني زیاته کړه چې د وژل شویو په منځ کې د وسله والو طالبانو یو نامتو قوماندان د خیر الدین په نامه هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتي چارو سرپرست په وینا، د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو یو غړی له خپلې وسلې سره یو ځای افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی او همداشان د نوموړي ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په (قویاش) کلي کې یو ګړۍ ماین د افغان امنیتي ځواکونو د ماین پاکولو ټیم له لوري کشف او شنډ شوی دی.

 


خبریال : حامد نوابزاده

خواندن 181 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ